آیاتاسو دلته پناه غوښتنی ته راغلی یاست؟


آیاتاسو دلته پناه غوښتنی ته راغلی یاست؟
مهربانی وکړي دا معلوماتی پاڼي ولولی، ځکه دا پاڼه ستاسو په کيس کي ستاسو رهنمائي کوي.

د پناه غوښتني (سسټم) لاري چاري سختي او ګراني دي، تاسو ته به ښه موقع وي که تاسو د دې له لارو چارو سره پوه سي.

ددې لپاره چي تاسو په برطانيه کي پاتي سي او خپل هيواد ته له کومي وجي نه سي تلي نو بيا تاسو د پناه غوښتنه کولاي سي۔د بين المللي قانون له مخي پناه غوښتنه د هر چاه حق ده۔ خو تاسو به د کډوالو مسئولين په دې راضي کواست چي که چيري تاسو خپل هيواد ته لاړ سي هلته ستاسو و ژوند ته په حقيقت کي خطر سته۔ نو ځکه دا لازمه ده چي تاسو خپل داستان (کيسه) او شواهد له اوله تيار وساتي.

تاسو بايد د کورني چارو دوتر ته په ډاګه کړي چي تاسو ته په حقيقت کي خطر وجود لري. او کيداي شي چي ستاسو په ملک کي ستاسو سره بد چلن وسي۔ او هغه د نژاد، دين، مذهب، تابعيت، سياسي نظر، يا ديوټولني د غړيتوب په منا وي۔(د مثال په توګه تاسو ښځه ياست او يا ګې ياست)۔ او تاسو به دا هم په ډاګه کوي چي ستاسو دولت ستاسو ساتنه نه شي کولاي يا نه غواړي چي ستاسو ساتنه وکړي۔ (د هيواد په هر يو کونج کي).

کي چيري تاسو د يو بل ملک څخه راغلي ياست چيري چي تاسو فعلاً اوسيداست نو تاسو به دا ښکاره کوي چي هلته هم له تاسو سره سم چلند نه کيدي۔ کي چيري مامورينو ته دا معلومه شي چي تاسو د برطانيا ته له يو بل اروپائي هيواد له لاري راغلي ياست نو کيداي سي چي تاسو هم هغه مخکيني اروپائي هيوات ته وليږي.

ښه فکر ورباندي وکي چي پورتني کومه کيټيګري تاسو ته واره خوري۔ او تاسو خپل داستان (کيسه)په کومه کيټيګري کي غوره بولي۔ که چيري ستاسو پناه غوښتنه رد هم شي نو دا هم ممکنه ده چي تاسو د بشري حقوقو په بنسټ په برطانيا کي پاتي سي۔ (د نابرابري، کورني ژوند او داسي نور يه مثالونه کيداي سي)۔ ددې په اړه تاسو پوښتنه وکي.

و برطانيا ته د راتګ په محال چي څومره ژر امکان ولري تاسو پناه غوښتنه وکي۔ که په دې لړ کي تاسو ډير ناوخته کي نو کيداي سي چي ستاسو غوښتنه رد کړل سي۔ او په دې لړ کي به د برطانيا دولت ستاسو مرسته و نکړي د مثال په توګه (استوګن ځاي او ډوډي)۔ د ځنډ يدلو کوم قناعت بخش دليل د دولتي مرستو د محروميدو څڅخه تاسو ژغورلاي سي۔ د مثال په توګه تاسو کوريدان ته سفر نه شو کولاي۔ او يا د کاچاکيانو لخوا درته ويل سوي وو چي څو ورځي صبر شي او داسي نور۔

دا ډيره مهمه ده چي تاسو به خپل داستان (کيسه) ښه په يادوي۔ د کيسې سره تړلي معلومات لکه نيټه، ځايونه، نومونه او داسي نور۔۔۔۔ داټول له ځان سره وليکي۔۔۔ د مهاجرينو آفيسر ستاسو څخه ډيري پوښتني کوي او کوشش کوي چي تاسو غلط کړي۔ هغوي ستاسو کوم خاطر نه ساتي۔ نو تاسو هم هغه دې ته مه پريږدي چي تاسو غلط کي۔ که د پوښتنو په محال تاسو ستړي سي او يا ښه طبيعت و نه لري نو بايد د پوښتنو کولو لړي بنده کړي۔ يو ګلاس اوبه ولري او د يو ګړي لپاره ځان وسا کي۔

دا هغه اهم ټکي دي چي تاسو يه بايد د “انټرويو” مرکې په دوران کي ښه بيان کي.

- تاسو ولي خپل هيواد پريښود؟ څه لاعامل وو چي تاسو يه داسي کولو ته اړ کړلاست؟

- تاسو له چا څخه ويره لري؟ يو مشخص کس، د امنيت څانګي، پوليس يا نور څوک؟ ستاسو دولت ولي نه شي کولاي چي تاسو له هغوي څخه وژغوري؟

- آیا داسي نور تفصيل سته چي ستاسو د داستان (کيسې) سره تړائو ولري؟ د مثال په توګه ستاسو سياسي کار، ديو سياسي ګروپ غړيتوب او داسي نور

- ولي بيرته خپل هيواد ته نه ځي؟( يا هغه بل مخکيني هيواد ته چي تاسو ځيني راغلي ياست).ستاسو سره به څه پيښ سي که تاسو خپل هيواد ته ولاړ سي؟

- تاسو د خپلي غوښتني د تقويه کيدو لپاره کوم اسناد لري؟ ( د مثال په توګه: دولتي رسمي پاڼي او معلومات چي ستاسو د ملک شرائط بيانوي). ډيره مهمه: آيا تاسو داسي شواهد لري چي شخصاًتاسو ته يو څه پيښيداي سي؟ ( د محاکمې اسناد، د بندي کيدلو اسناد، هغه خطونه د انډيوالانو لخوا يا د موسساتو لخوا چي واضح کي چي ستاسو ژوند په خطر کي دي)

- آیاتاسو کومه روغتيائي يا عصبي ستونزه لري؟ ستاسو په هيواد کي له تاسو سره کوم بد چلند يا اذيت او شکنجه پيښه سويده؟ که چيري وي بيا يه نو ژر تر ژره و مسوولينو ته بيان کړي او شواهد ور ښکاره کي.

- تاسو د خپل ځان په اړه ټولو پوښتنو ته چمتو سي او هغه هميشه عجيبه او لنډي دي. د مثال په توګه ستاسو عمر څو دي، ستاسو د کورني د غړو عمر، چيرته لوي شوي ياست، څنګه مکتب کي مو سبق ويلي؟ دد غه راز پوښتنو مقصد ستاسو د داستان (کيسې)د رشتيا معلومول وي.

ستاسو د پنا غوښتني د فيصلې په لړ کي کيداي سي چي هوم آفس ډير وخت تير کي۔ په دغه دورانيه کي به تاسو ته د پناه غوښتونکو مرسته ضرور درکوي۔ د استوګني لپاره ځاي او بنيادي خرڅ۔ خو دا هلته ممکنه ده چي تاسو ښکاره کړي چي د ځان د ساتلو جوګه نه ياست (کوم فاميل، دوست، مالي امکانات نه لري چي وخت پري تير کړي۔

بعضي وخت داسي هم کيداي شي چي پناه غوښتنه د يو خاص سسټم چي ډير وخت نه نيسي، له لاري فيصله شي۔ دا داسي وي چي تاسو د هوم آفس / د کورني دوتر لخوا د مهاجرينو بندي خانه (ډيټنشن سنټر) ته واستوي۔ هلته مو بند کړي۔ په دې حالت کي تاسو د هوم آفس په پريکړه د شکايت کوم حق هم نه لري۔ هغه کسان چي ژر بندي کيږي د هغوي د پناه غوښتني شرائيط ډير ساده وي۔ او دا امکانات لري چي هوم آفس دوي ژر بيرته د خپل هيواد په لور واستوي۔ خو تاسو کولاي شي چي يو ښه او قوي داستان (کيسه) ولري نو به مو بيرته هيواد ته استونه و نه شي۔

AttachmentSize
Pashto final.pdf51.14 KB